IQNA

د رمضان په نیمائي شپو ورځوکې څه دپاسه ۱۴میلیون زیارتوالود  مسجدالنبی زیاتر کړی

6:34 - March 20, 2025
د خبر لمبر: 3490829
ایکنا - د حرمین شریفین  د چارو  عمومی ادارې د روژې د مبارکې میاشتې  له لومړۍ تر پنځلسمې ورځې پورې  په وخت کې زیارتوالو ته د وړاندې کړئ شوو خدماتو د  احصایو یو راپور ورکړی او وئیلي ئې دي،  د  رمضان المبارک میاشتې په لومړنیو پنځلسو ورځو کې څه دباسه ۱۴ میلیون زیارتوال  د مسجد النبي له زیارته مشرف شوي دي.

ایکنانیوز  دعربستان واس له قوله راپور راکړی، په مسجد النبی  کې د لمونځ ګوزارو ټول شمیر څه دباسه ۱۴ میلیون کسان ښودل شوی او  دهغو زیارتوالو شمیر چې  دغه جومات ته ورغلي دي ، یو میلیون دوه لکه اولس زره یو سل درې څلويښت زیارتوال ښودل شوی دی.

همداراز  په روضې شریفې کې د لمانځه لباره د سړیو لپاره صادر شوي مجوزونه دوه لکه درویشت زره  اوه سوه دوه څلویښت  مجوزه او د میرمنو لپاره  یولک پنځه پنځوس زره  شپږسوه  دیرش مجوزه  اعلان شوی دی.

 دغه راپور همداراز  د مسجد النبی زیارتوالو باندې د ویشل شوي روژماتي  شمیر ته هم اشاره کړې ده چې  څه دپاسه  څلور اعشاریه پنځه میلیون  روژماتي  پر روژتیانو ویشل شوي دی او  دزمزم مبارکو اوبو د  د ویشلو شمیر هم  درې زره شپږ سوه پنځوس ټنه  اعلان شوی دی. همداراز  ۴۲۲ طبی ټسټونه  او آزموینې  هم   شوي دي  او   د ناروغانو درملنه شوې ده.

د مسجد النبی په چارو دارزونې عمومی ادارې  همداراز څه دپاسه  دوه نیم لکه زیارتوالو لپاره د بریښنائي څوکیو  او ګاډو سره  دټرانسپورټي   خدمات  هم وړاندې شوي دي  او بوډاګانو لپاره کابو پنځوس زره خوځنده  څوکۍ هم برابرې شوي  او کابو شل زره زیارتوالو له امانیت ویلچیئر  څخه استفاده کړې ده .

په دغه راپور کې همداراز  د مسجد النبی  زیارتوالو ته   په ورځ کې د وړاندې شوو ډالیو شمیر  هم څه دپاسه  شپږ لکه ډالۍ ښودل شوی  او  څه دپاسه پنځوس  خبری پوښښ او راپورونه هم وړاندې شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4272900  

captcha